الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۹۰۱ مترو په اوږدوالي د هوايي بلاکونو سړک د جوړولو چارې روانې دي

24 دلو 1402

11264.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د لسمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له واټ څخه تر هوايي بلاکونو پورې د ۹۰۱ مترو په اوږدوالي او د ۱۹.۳ مترو په سور سره د سړک جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د دغې پروژې چارې تر دې دمه (۷۰) سلنه مخته تللې او قیر کولو ته چمتو شوی دی. د یادونې وړ ده چې، د لښتي، پلې لارې او زرغونې سیمې جوړول هم د یاد سړک په سور کې شامل دي. د ډیزاین له مخې د دغه سړک په اوږدو کې د زرغونو سیمو د خړوب په موخه، د اوبو دوه زیرمې هم په پام کې نیول شوې دي