الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې غصب شوې زرغونې سیمې بېرته را وګرځول شوې

24 دلو 1402

11268.jpg (1820 × 1024)

د یوولسمې ناحیې مسئولینو د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې غصب شوې زرغونې سیمې بېرته را وګرځولې او دغه لړۍ روانه ده. د یادې ناحیې د رئیس حافظ حیدر مرجان په وینا؛ دمریم لیسې په سیمه کې د غاصبانو ناقانونه تاسیسات پاک شول او په نږدې ورځو کې به د یادې ناحیې په نورو غصب شویو زرغونو سیمو کې عملیاتي پلان هم پلی شي. ښاعلي مرجان زیاته کړه چې، یو شمېر فرصت غوښتونکو په تېرو کلونو کې د کټارو په نصبولو سره زرغونې سیمې غصب کړې وې او له هغو څخه یې شخصي ګټه پورته کوله چې رسېدنه به ورته وشي. همدا شان د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان په دې اړه وویل: بېرته را ګرځول شوې سیمې به په معیاري زرغونو ځایونو بدلې او د ښاریانو په واک کې به ورکړل شي. ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د ښاري نظم د پلان له پلې کېدو او د غصب شویو زرغونو سیمو له بېرته راګرځولو څخه هرکلی وکړ او له کابل ښاروالۍ څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ