د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په بېلابېلو برخو کې د پلو لارو د جوړولو چارې روانې دي

25 دلو 1402

11270.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ پلو لارویانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ښار په بېلابېلو برخو کې د پلو لارو جوړولو ته پام کړی او په ۱۴۰۱ - ۱۴۰۲ کلونو کې یې د تيږو او موزائیک په کارولو سره څه باندې سل کیلو متره پلې لارې جوړې کړې، او اوس مهال هم د کمپنۍ- کوټه سنګي، د رحمن مېنې د E برخې، دارالامان- افشار، هوايي بلاکونو او یو شمېر نورو سړکونو د پلو لارو جوړولو چارې روانې دي چې، ډېر ژر به بشپړې شي. دغه راز د روان کال په بهیر کې د امنیت پروژې، د خوشحال خان مېنې د (ب) او ( ج) برخو ترمنځ، له وزیر محمد اکبرخان څخه تر قلعه موسی( بي بي مهرو) پورې د سړکونو پلې لارې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. له پلو لارو د ګټې اخیستنې کلتور ډېر مهم دی؛ هیله ده چې ښاریان او اصناف په پلو لارو کې د خنډونو له رامنځته کولو، د کثافاتو او ودانیز توکو له اچولو څخه په کلکه ډډه وکړي