الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې نوی مرستیال وټاکل شو

25 دلو 1402

11274.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم پر بنسټ، ښاغلی مولوي احمدشاه د پنځمې ناحیې د مرستیال په توګه وټاکل شو او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د رئیس حافظ عبدالقدیر له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو. د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د چارو د پر وخت او غوره ترسره کېدو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پیغام وړاندې کړ او ویې ویل: په اداره کې بدلون او تغیر یو اصل دی چې، همدې اصل ته په کتو مولوي احمدشاه چې، یو ژمن، رښتینی او د کاري تجربې لرونکی شخص دی د پنځمې ناحیې د مرستیال په توګه غوره شو. د نوموړي په وینا؛ د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري چې، نوموړی به خپله دنده او مسئولیت په پوره ایماندارۍ او رښتینولۍ ترسره او د پنځمې ناحیې د اوسېدونکو رضایت به ترلاسه کړي