د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نهمه ناحیه کې د ښاري کلتور دودولو په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

25 دلو 1402

11276.jpg (1820 × 1024)

د ښاري سالم چاپېریال د ساتلو او د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې د فردي او ټولنیزو مسئولیتونو د پېژندلو په موخه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري له نهمې ناحیې له اوسېدونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد له دې غونډې څخه موخه د ښار پر وړاندې د مسئولیت منلو احساس را ژوندي کول وبلل و ویې ویل: ټول ګډ مسئولیت لرو ترڅو د هوا له ککړتیا څخه په مخنیوي او د سالم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې دیني او ملي مسئولیت ادا کړو. نوموړي د ښاري اصولو او مقرراتو د په پام کې نیولو په برخه کې د سیمه ایزو شوراګانو او د اصنافو رول ګټور وباله او له دوی یې غوښتنه وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره په دې برخه کې همکار و اوسي. ګډونوالو هر یوه په خپل وار سره د سالم ښاري چاپېریال په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، ټول باید په ګډه د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړو، د زرغونو سیمو په ساتلو کې مرسته وکړو، کثافات په بې ځایه ځایونو کې ونه غورځوو او د ټولو عامه ښاري تاسیساتو ساتلو ته پام وکړو. په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو ته د خوښې وړ وګرځېدل