الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې پیل شوې

25 دلو 1402

11278.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو او تفریحي سیمو د پراختیا په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مېنې په لب جر سیمه کې د (۹۰۰) متر مربع په مساحت سره د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په وینا؛ دغه سیمه مخکې د کثافاتو په غونډ ځای بدله شوې وه چې، له پاکولو وروسته یې د زرغونتیا په اړه اقدام وشو. اوس مهال د کابل ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا ریاستونو کارکوونکي له سیمې د کثافاتو او کرنیزې خاورې په لیږدولو بوخت دي ترڅو، په یوه ښکلې سیمه بدله شي. د ډیزاین له مخې په دغه زرغونه سیمه کې د احاطې دېوال، پلې لارې جوړول او د بېلابېلو نیالګیو کېنول هم په پام کې نیول شوي دي