د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري د خلکو مرستې افغان کډوالو ته د مرستو د جلب او جذب کمېټې ته وسپارل شوې

28 دلو 1402

11281.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د کابل خلکو مرستې له پاکستان او ایران څخه بېرته را ستانه شویو کډوالو ته د مرستو د جلب او جذب کمېټې ته وسپارل شوې. په دې مرستو کې جامې او د ژوند نور اړین توکي شامل دي چې، د کابل ښاریانو او کابل ښاروالۍ له لوري چمتو شوې او یادې کمېټې ته واستول شوې. د یادونې وړ ده چې، څه موده وړاندې هم (۳،۱۲۸،۸۹۱) درې میلیونه، یو سل اته ویشت زره او اته سوه یو نوي افغانۍ نغدې پیسې چې، د کابل ښاروالۍ او خلکو مرستې وې، افغان کډوالو ته د مرستو د جلب او جذب کمېټې ته سپارل شوې وې. د ټولو دولتي ادارو او هېوادوالو راټولې شوې مرستې د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم پر بنسټ ځانګړې کمېټې ته چې سرپرستي یې اقتصاد وزارت کوي سپارل کیږي ترڅو، په سمه توګه اړمنو ته ورسیږي. له بېرته راستانه شویو هېوادوالو سره مرسته کول، د ټولو هېوادوالو ملي او دیني دنده ده؛ کابل ښاروالي او ښاریان په دې برخه کې چمتوالی لري.  په سختو شرایطو کې یو له بل سره مرسته کول د افغانانو په ځانګړې توګه د کابل ښار د اوسېدونکو پخوانی دود دی