د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اړوند د دوازده امام ښارګوټي د کوڅو کانکریټ کولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

28 دلو 1402

11283.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې په اووم ګذر کې د دوازده امام ښارګوټي د کوڅو جوړولو چارې بشپړې او د دیارلسمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالصمد عابد او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې یوشمېر اوسېدونکو او مشرانو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دیارلسمې ناحیې رئیس وویل: د دغو کوڅو په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل شوې دي او ګڼ شمېر ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته یې لاس رسی پیدا کړی دی. نوموړي ډاډ ورکړ چې، ښاریان به د دغو نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته پام کوي. ورته مهال د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي په دې اړه وویل: په راتلونکي کې به د یادې ناحیې په نورو ګذرونو کې ورته نورې پروژې هم پلې شي. د نوموړي په وینا، له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو ته د پروژو پلان د جوړېدو په حال کې دی او اړتیا ده چې، ښاریان یې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه راز نوموړي  زیاته کړه: د یادې ناحیې په اووم ګذر کې دلښتیو په ګډون کوڅې په ټولیزه توګه (۹۱۳) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري چې، د  (۷،۶۵) میلیونه افغانیو په لګښت دملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، په (۹۰) کاري ورځو کې یې چارې بشپړې شوې دي