د ښار پاکوالي او د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکي له ځنډ پرته په دوو شفتونو کې (د شپې او ورځې) د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کثافاتو په راټولولو او لېږدولو، د بندو لښتیو او د سړکونو په پاکولو بوخت دي. له ښاریانو څخه هیله کیږي چې، خپل ټول شوي کثافات په عامه ځایونو کې ونه غورځوي؛ ځکه چې د پاکولو پر وخت یې تنظیفي کارکوونکي ډېرې ستونزې زغمي. د ښار پاکوالی زموږ ټولو ګډ مسوولیت دی، او باید ټول ورته پاملرنه وکړو!
د ښار په بېلابېلو برخو کې تنظیفي فعالیتونه دوام لري
30 دلو 1402