الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د مرستو د ویش په بدل کې د کار پروګرام پیل شو

30 دلو 1402

 11289.jpg (1820 × 1024)اړمنو او اوزګارو ښاریانو ته د کار پيدا کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د خوړو نړيوال سازمان په مرسته، د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د مرستو د ویش په بدل کې د کار پروګرام پیل شو. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد په دې اړه وویل: د سیمه ییزو شوراګانو د سروې له مخې، اوس (۵۸۰) تنه د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي دي، چې دوی به د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره په تنظیفي، د سطحي اوبو د مدیریت، زرغونتیا او د ښاري تأسیساتو په ساتنه کې مرسته کوي. دغه برنامه د شپږو میاشتو لپاره پلان شوې ده، چې له مخې به یې کارکوونکي په ښاري سیمو کې په اونۍ کې درې ورځې او په ورځ کې درې ساعته کار کوي.  دغو کارکوونکو ته یونیفورم لکه د کار واسکټونه، ماسکونه، جرابې، خولۍ، دستکشې، بیلچه او نور اړین کاري توکي ورکړل شوې دي. د یادونې وړ ده چې، دغو کارکوونکو ته به د کار په بدل کې خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي، لوبیا او مالګه ورکړل شي