الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کار په بهیر کې شکایتونو ته د رسېدنې او د ستونزو د حل په اړه کارکوونکو ته ورکشاپ تر سره شو

30 دلو 1402

11291.jpg (1820 × 1024)

دکابل ښاروالۍ دبشري سرچينو ریاست، د کابل ښاروالۍ دمرکزي ریاستونو او د ناحیو مسؤلینو ته، د کار په بهیر کې شکایتونو ته د رسېدنې او د ستونزو د حل څرنګوالي په اړه یو ورځنی ورکشاپ تر سره کړ. په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو د ستونزو د مدیریت اړوند، د دندو په ترسره کولو کې د ناسم پوهاوي له امله د تېروتنو د کمښت، د رامنځته شویو اختلافاتو د حل، د ادارې د روڼتیا د زیاتوالي او حساب ورکونې، د فساد د کمولو او د چوپړتیاوو د ښه والي په موخه، معلوماتي کڅوړې وړاندې شوې. د دغه ورکشاپ موخه، د کار د امنیت په رامنځته کولو کې د ستونزو د مدیریت، د یوې اغیزمنې ادارې رامنځته کول او خلکو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کول بلل شوي، ترڅو د دغې سترې خدماتي ادارې د بیلابیلو څانګو کارکوونکي خپلو ښاریانو ته پر وخت او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شي