د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحيې په دويم ګذر کې د پارک جوړولو چارې روانې دي

30 دلو 1402

11293.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سیمو د پراختيا او د تفریحي ځايونو د رامنځته کولو په موخه، د ٢٢مې ناحيې د دويم ګذر اړوند د بګراميو په سيمه کې د یوه پارک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا اود ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پيل شوې وې، روانې دي. دغه پارک په ټولیزه توګه (۱۶۰۰۰) متره مربع مساحت لري، چې (۱۳۵۰۰) متره مربع یې د چمن کرلو او پاتې نوره یې د پلولارو، ګلدانونو او د اوږدو څوکیو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده. څه موده وړاندې د دغه پارک د احاطې دیوال د جوړولو چارې بشپړې شوې او اوس د اوبو لګولو د سیستم، چمن کرلو او د اوږدو څوکیو د جوړولو چارې روانې دي. د یادولو وړ ده چې، په نیږدې ورځو کې به په دغه پارک کې د زرګونو نیالګیو کېنولو سر بېره، مرسل ګلان او نور زینتي بوټي هم کېنول شي