الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د ګولايي پارک د بیارغونې چارې دبشپړېدو په حال کې دي

30 دلو 1402

11296.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د خیرخانې مېنې د لومړۍ برخې د ګولايي پارک د بیارغونې چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا پیل شوې وې، د بشپړیدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په وینا؛ د دغه پارک د بیا رغونې په پروژه کې د احاطې، له تیږو څخه د پلولارو، د اوږدو څوکیو ، سیوري ځای، د اداري ودانۍ او شنې خونې جوړول، د ماشومانو لپاره د لوبو د وسایلو نصبول، د چمن کرل، د ونو د څانګو پرې کول او د اوبولګولو سیسټم رامنځته کول  شامل دي، چې چارې یې بشپړې شوې دي.  نوموړي زياته کړه، دغه پارک په ټوله کې (٩٨٠٦٤) متر مربع مساحت لري، چې، ( ٣٤٧٦) ډوله نيالګي او (١٥٠٠) بوټي د مرسل ګلان پکې شته دي او په راتلونکي کې به د روښنایي په سيستم هم سمبال شي. د زرغونتیا ریاست اړوند مسؤلین به په دوامداره توګه د دغه پارک ساتنه او پالنه کوي، څو د ښاریانو د تفریح لپاره په یوه مناسب ځای او معیاري پارک بدل شي