د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

30 دلو 1402

11298.jpg (1820 × 1024)د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او د دغې ادارې دمرستیالانو، د مرکزي ادارو او ناحیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال د چارو د چټکتیا او په معیاري توګه  د خدمتونو وړاندې کولو او د وضعیت د ښه والي په موخه، مسؤلینو ته یو لړ سپارښتنې وکړې. دغه راز په یاده غونډه کې د اصنافو د کړنلارې، د زرغونتیا ریاست د امکاناتو برابرولو،  د تنظیفي خصوصي شرکتونو د فعالیت د څرنګوالي، له استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو څخه د ښاری خدمتونو د محصول اخیستلو، د ښاري سیمو د غصب، د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو د کرایې ټاکلو او یو شمېر نورو ښاري مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.  کابل ښاروال ټینګار وکړ، چې مسؤلینو ته د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې باید اغېزمن او ګټور کارونه ترسره شي، دغه لویه خدماتي اداره دې کابل ښاریانو ته لا زیاتې هوساینې او آسانتیاوې برابر کړي؛ او د ښاري برنامو او پلانونو په پلي کولو کې باید ټول ښاریان مرسته وکړي، ترڅو د کابل ښار د آبادۍ او د ښاریانو د قانوني ژوند لپاره زمینه برابره شي