کابل ښاروالي د زیانمنو برخو د پېژندلو او د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه د ښار په کچه د لښتیو او کانالونو د پاکولو کار تر لاس لاندې لري. د وروستیو اورښتونو پر مهال د دهن باغ نښلوونکي کانال، سیلو سړک او په نورو زیانمنو برخو کې هغه کانالونه چې، له بده مرغه پکې د کثافاتو اچولو له امله بند شوي وو او له امله یې اوبه سړکونو ته راختلې دي پاک شوي دي
د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه په زیانمنو برخو کې د کانالونو په پاکولو کار روان دی
30 دلو 1402