الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په ۲۳م ګذر کې له تيږو څخه د سړک جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

1 حوت 1402

11302.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې، ۲۳م ګذر اړوند د ګلوبل ښارګوټي په سیمه کې له تيږو څخه د یوه سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، د بشپړیدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسؤلینو په وینا، دغه سړک (۳۶۴) متره اوږدوالی او (۱۲) متره سور لري، چې د دواړو خواوو  د لښتي په ګډون یې ،(۸۵) سلنه چارې مخ ته تللې او تر راتلونکو (۱۵) ورځو پورې به بشپړي شي. له تیږو څخه د سړک جوړول، د لوړ  مقاومت د لرلو سربیره، د ځمکې لاندې اوبو د زيرمه کولو په برخه کې هم ځانګړی اهمیت لري. د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ښاریانو د ستونزو د حل او د کار پیدا کولو په موخه طرحه او پلې شوې ده