د اوولسمې ناحیې مسئولانو او ښاریانو د وچکالۍ له ګواښ څخه د خلاصون په موخه واوره ګلدانونو، زرغونو سیمو او نورو جذب وړ سیمو ته ولېږدوله. د تنظیف ریاست زیارکښه کارکوونکو له دوه بجو د سهار تر ۵ بجو پورې د کوتل سړک له واورې پاک کړ او اوس مهال پرې په عادي توګه تګ راتګ کیږي. مخکې د کابل ښاروالۍ له رسنیزو کانالونو او د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې ښاریانو ته په ټینګار سره ویل شوي وو چې، د واورې او باران اوبه په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي څو، په دې توګه د ځمکې لاندې اوبو سرچینې پیاوړې شي. هیله ده چې، ټول ښاریان د واورې زیرمه کولو په برخه کې فرصت له لاسه ورنه کړو او احتمالي وچکالۍ څخه ځان او راتلونکی نسل وژغورو
د اوولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه واوره زیرمه کړل شوه
2 حوت 1402