الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو له تپې تر بګرامیو پورې د سړک په اوږدو کې خنډونه او ناقانونه تاسیسات پاک شول

2 حوت 1402

11313.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې د مسئولینو له لوري د کارته نو له تپې تر بګرامیو پورې د سړک په اوږدو کې له پلو لارو او زرغونو سیمو ناقانونه تاسیسات او خنډونه پاک شول. دغه راز هغه خنډونه او غیر قانوني تاسیسات چې د هټیوالو له خوا رامنځته شوي وو هم پاک شوي او د ياد سړک په اوږدو کې د زرغونې سیمې د جوړولو په اړه اقدام شوی دی. د اتمې ناحیې د مسئولینو په وینا؛ مخکې د یاد سړک په اوږدو کې لسګونه خپلسرۍ موجودې وې چې، ورته رسېدنه وشوه او دا کار به د بشپړ ښاري نظم تر رامنځته کېدو پورې دوام ولري. په دې ورستیو کې د یادې ناحیې د مسئولینو له لوري د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې ګټورې هڅې ترسره شوې دي چې ورسره جوخت به د ښار په بڼه کې غوره بدلون رامنځته او ښاري ژوند به قانوني شي