د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د کوڅو جوړولو ۳ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

2 حوت 1402

11319.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې اړوند د ۴۰م، ۴۱م او ۴۷م ګذر د رسول اکرم جومات، د ۴۱م ګذر اړوند د بهارستان۸  او د ۴۸م ګذر  اړوند د استقلال ښارګوټي په سیمو کې د کوڅو جوړولو ۳ پروژې بشپړې او د دیارلسمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالصمد عابد، او د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي له خوا په داسې حال کې چې د سیمې یو شمېر مشران او اوسېدونکي هم حاضر وو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د ديارلسمې ناحيې رئیس خبرې وکړې او ویې ويل: په هغو سيمو کې چې له ښاري آسانتياوو څخه بې برخې دي د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به ورته نورې پروژې هم طرحه او پلي شي. دغه راز نوموړي له ځایي اوسېدونکو څخه هیله وکړه چې، د خپلو نویو جوړو شویو کوڅو ساتنې ته پاملرنه وکړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رياست استازي په دې اړه وويل: دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ښاريانو د ستونزو د هواري او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، په اساسي توګه طرحه او پلي شوې دي چې، په ۴۰م، ۴۱م او ۴۷م ګذرونو کې د (۸۸۰) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو سور سره کوڅه؛ په ۴۱م ګذر ګذر کې د (۹۳۷) مترو په اوږدوالي او د(۴ او ۵) مترو په سور سره کوڅه، او په ۴۸م ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه چې، (۷۷۵) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري، د لښتیو په ګډون د (۲۵،۴) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت جوړې شوې دي. په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکو له کابل ښاروالۍ څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې د يادو کوڅو په جوړېدو سره يې ستونزې هوارې او دوی ته غوره ټولنيزې او ښاري آسانتياوې رامنځته شوې دي