د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې د ښاري کلتور د دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

2 حوت 1402

11321.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست لخوا د ښاري کلتور د دودولو په اړه د لسمې ناحیې اوسېدونکو له اوسېدونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري د ښاري مسایلو په اړه د خلکو پوهاوی اړین وباله او ټینګار یې وکړ چې، د لسمې ناحیې اوسېدونکي دې د ښاري برنامو او پلانونو په پلي کولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ورته مهال د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین  په خپلو خبرو کې وویل: د ښار د  آبادۍ او سمسورتیا په برخه کې ټول ګډ مسؤلیت لرو او اوس د دې وخت را رسېدلی چې، د ښاري ژوند د هوساینې لپاره خپل فردي او ټولنیز مکلفیتونه ادا کړو. نوموړي د غوره ښاري نظم رامنځته کولو او د ښاري اصولو او مقرراتو په برخه کې د سیمه ییزو شوراګانو او د اصنافو رول مهم وباله او غوښتنه یې وکړه چې، د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د لسمې ناحیې د اوسېدونکو په استازیتوب مولوي عبدالعزیز راتب خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې، د سالم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو، د ونو او زرغونو سیمو او د ښاري تاسیساتو د ساتنې په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي.  د غونډې په پای کې د ښاري اصولو او مقرراتو په اړه یو شمیر ويډيويي کلېپونه نندارې ته وړاندې شول چې د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل