د دويمې ناحيې د مسؤلينو له خوا، له ابوالفضل جومات څخه تر پل خشتي جومات پورې د مرادخاني له سړک څخه خنډونه او ناقانونه تاسيساتو پاک شول. دغه راز د هټیوالو له خوا د دوکانونو مخې ته جوړ شوي خنډونه هم پاک شوي او د ياد سړک د پلولارو د هوارولو لپاره هم اقدام شوی دی. د یادې ناحیې د مسؤلینو په وينا، د دې سړک په اوږدو کې تر دې دمه لسګونه د قانون ماتونې پېښې ليدل شوې، چې رسېدنه ورته شوې او دا کار به د بشپړ نظم تر رامنځته کېدو پورې دوام وکړي
د مرادخاني له سړک څخه خنډونو او غیر قانوني تاسیساتو پاک شول
3 حوت 1402