الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ميوې او سبزۍ ملي مارکيټ د هټیوالو له استازي سره وکتل

3 حوت 1402

11346.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د میوې او سبزۍ ملي مارکیټ او هټیوالو د ټولنې له مرستیال حاجي میرویس سره د دوی د ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل: د میوې او سبزۍ ملي مارکیټ فعالیت کوونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د څلورمې ناحیې په اړوند سیمو کې بیلابېل پروګرامونه پلي کیږي. نوموړي وویل چې، د سبزۍ او میوې مارکیټ په سیمه کې د ښاري نظم او د چاپېریال ساتنې په برخه کې باید هټیوال او متشبیثین له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. کابل ښاروال په اقتصادي برخه کې د کسبه کارانو او هټیوالو رول مهم وباله او د معیاري سړو خونو د جوړولو په برخه کې یې دوی ته ډاډ ورکړ. د نوموړي په وینا کابل ښاروالۍ له متشبیثینو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي