الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

3 حوت 1402

11348.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د (۹۰۰) مترو په اوږدوالي او (۲۰) مترو په سور سره  د بادام باغ او باغ بالا ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. څه موده وړاندې د دغه سړک د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي یوه برخه قیر شوه او هڅه کیږي چې، د سړک پاتې برخې هم قیر کولو ته چمتو او هرڅه ژر یې چارې بشپړې شي. په دې وروستیو کې د یادې پروژې پر وړاندې خنډونه چې، د غره په لمنو کې پراته وو دیاد ریاست له خوا پاک، او سیمه د سړک جوړولو په موخه هواره شوې ده. د سړک جوړولو په دغې پروژه کې د استنادي دیوالونو، لښتيو او پلو لارو جوړول هم شامل دي چې، څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې د اړوند سیمو ترافیکي بهیر هم ووېشل شي