الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې له بازارونو یوه اندازه بې کیفیته توکي راټول شول

5 حوت 1402

11350.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنې پر مهال پنځه ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او یو شمیر لوډسپیکر چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځيدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پر وخت د هغو نېټې او کیفیت ته پام وکړي او فعالیت کوونکو ته هم په کار ده چې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي او دغه راز د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نشي