د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د ښار د زرغونتیا او سمسورتیا لپاره اړین چمتوالی نیولی دی

5 حوت 1402

11352.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په پغمان او د قرغې د زرغون کمربند په سیمه کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له قوریو څخه لیدنه وکړه او د نیالګیو د ساتنې،پالنې او لیږدولو په اړه یې مسئولانو ته اړینې لارښوونې وکړې. ښاغلي سجستاني د زرغونتیا ریاست له هڅو مننه وکړه چې، په خپل اړوند شنو خونو کې یې دوه میلیونه نباتي بوټي په معیاري توګه تربیه کړي دي او د یادو قوریو د لا بډاینې په برخه کې یې خپل نظریات شریک کړل. نوموړي د زرغونتیا مسئولانو ته په ټینګار سره وویل: هغه نیالګي چې، ټاکل شوې ده د ښار په کچه کینول شي، د سیمې ډول او خاصیت باید په نظر کې ونیول شي. د کابل ښار د زرغونتیا او سمسورتیا لپاره اوس مهال دوه میلیونه بېلابېل نباتي بوټي تر پالنې لاندې دي چې، له ډلې به یې یو میلیون او ۶ سوه زره د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کېنولو په موسم کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې کېنول شي. له دې ډلې یو میلیون یې مرسل ګلان او نور زینتي بوټي او ۶ سوه زره یې میوه لرونکي او بې میوې نیالګي دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په کابل ښار کې ۲۰ قوریې او شنې خونې لري چې، تر ټولو مهمه یې د پغمان سیمې او د قرغې بند په زرغون کمربند کې نوې قوریه ده