د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوولسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د فرعي سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې وسپارل شو

5 حوت 1402

11354.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د دیارلسم ګذر د پارک په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي له خوا په داسې حال کې چې، د یادې ناحیې یو شمېر مشران او د سیمې اوسیدونکي هم حاضر وو ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په هغه مراسمو کې چې له همدې امله په یاده سیمه کې جوړ شوي وو، انجنیر ذبیح الله رحیمي خبرې وکړې او ویې ویل: دغه فرعي سړک چې، (۶۵۰) متره په اوږدوالی او (۵،۵) متره په سور لري، د لښتیو په ګډون د (۷،۵) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د دریو میاشتو په موده کې د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو د هوارۍ په موخه جوړشوی دی. نوموړي د سيمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د خپل نوي جوړ شوي سړک ساتنې ته پاملرنه وکړي. په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ له دا شان کړنو څخه مننه وکړه او ويې ویل: د دغه سړک په جوړېدو سره د سيمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې او دوی ته غوره ټولنيزې او ښاري آسانتياوې رامنځته شوې دي