د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پرمختیایي پروژو د پلي کېدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

5 حوت 1402

11356.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د مرستیالانو او د یو شمېر مرکزي ریاستونو د رئیسانو په ګډون د کابل ښاروالۍ د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال د ۱۴۰۳ پراختیايي پلان د جوړولو او پلي کېدو په موخه د برابرې پراختیا پر اصل ټینګار وکړ او ویې ویل:  نوې زیربنايي پروژې دې ښاري اړتیاوو ته په کتو پلان شويدي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې، د ماسټر پلان له مخې  د یو شمېر سړکونو دقیقه سروې ترسره شویده چې وروسته به يې د ډیزاین په اړه اقدام وشي، ترڅو هر څه ژر تر تدارکاتي پړاوونو ورسیږي.  کابل ښاروال د کابل ښاروالۍ د يو شمېر رياستونو د تجهيزاتو او تاسيساتو د اړتياوو د ارزونې د بهير په چټکتيا هم ټينګار وکړ او د ښار د دوامدارې پراختيا او ودې په اړه يې وويل: د ۱۴۰۳ کال په پرمختیایي پلان کې دې د اصلي او فرعي سړکونو جوړول،د سړکونو روښانول، د پلولارو، کانالونو، لښتیو، پلونو، پلچکونو، پارکونو او زرغونو سیمو جوړول، د ماشينري او اړینو وسايلو پېرودل، د يو شمېر پروژو ډيزاين او د نورو ښاري تاسیساتو بيارغونه شامل دي. د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۳  کال پرمختیايي پلان به د مشورتي او تخینکي بحثونو پر اساس جوړ شي، ترڅو غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو او د ښار په بېلابېلو برخو کې اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي