د ښار د پاکولو په موخه د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له امله، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکي د RP سوداګریز شرکت له لوري وستایل شول. د تنظیف رئیس مولوي سعدالله عثماني د یاد شرکت له دې بشر پاله اقدام څخه مننه وکړه او ویې ویل: RP شرکت د یاد ریاست ۳۷۸۰ تنه کارکوونکي د یوې یوې بوجۍ وریجو په ډالۍ کولو سره وستایل او له دوی څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. ښاغلي عثماني زیاته کړه، د تنظیف ریاست کارکوونکي د ښار د پاکولو په برخه کې بې درېغه هڅې کوې او اړتیا ده چې، د شرکتونو او موسسو له لوري له دوی سره مرسته او ملاتړ یې وشي
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکي وستایل شول
5 حوت 1402