الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د علاؤالدین د درې لارې په سیمه کې ښاري نظم رامنځته شوی دی

6 حوت 1402

11362.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې د مسئولینو د هڅو په پایله کې د علاؤالدین درې لارې په سیمه کې ښاري نظم رامنځته شوی او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې تر پخوا ډېرې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. د شپږمې ناحیې د رئیس مولوي عبدالخالق بدر په وینا؛ په یاده سیمه کې یو شمېر غرفې اېښودل شوې وې چې، ښاري نظم یې ګډوډ کړی وو، او اوس  بدیلو سیمو ته ولېږدول شوې. نوموړي زیاته کړه هغه ګرځنده کراچۍ او لیني موټر چې، په دې سیمه کې یې پلې لارې او سړکونه بند کړي وو، ټاکلي ځای ته تر لېږدولو وروسته تنظیم شول. د یادونې وړ ده چې، د ناحیې د مسئولینو له لوري د اصنافو په فعالیتونو کې د حفظ الصحې له څرنګوالي هم په دوامداره توګه څارنې کیږي. ښاري ژوند په یو لړ اصولو او مقرراتو پورې تړلی دی چې، د ښاریانو له لورې باید په پام کې ونیول شي