الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې د اوسېدونکو له لوري د کابل ښاروال کړنې وستایل شوې

6 حوت 1402

11365.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دیارلسمې ناحیې د مشرانو او مخورو له خوا، د ښار د آبادۍ او سمسورتیا په برخه کې د هغه د ارزښتناکو او ګټورو خدمتونو له امله، د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شو. په دې مراسمو کې کابل ښاروال له یادې ناحیې له مشرانو سره د ښاري آسانتياوو د رامنځته کولو او د دې ادارې د رغنيزو پروژو د چټکتيا په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: کابل ښاروالۍ به په دې ناحیه کې د سیمه ییزو او ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د برابرې پراختیا له اصولو سره سم خپل پلانونه طرح او پلي کړي.  دغه راز نوموړي د دیارلسمې ناحیې د اوسېدونکو د سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه، د هر راز مرستو ژمنه وکړه او خپل ځان یې د خلکو خدمتګار و باله