الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې د بېلابېلو اصنافو فعالیتونه تر څارنې لاندې ونیول شول

6 حوت 1402

11367.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل په بازار کې د بېلابېلو اصنافو د فعالیتونو څرنګوالی د یادې ناحیې د مسؤلینو له خوا تر څارنې لاندې ونیول شو او سرغړوونکو ته له تادیب سربېره، لازمې سپارښتنې وشوې. د اوولسمې ناحیې د مرستیال مولوی ذبیح الله په وينا؛ د رسټورانټونو، کلچو پخوونکو، شیریني پلورنځیو، نانوایانو او د قصابانو فعالیت کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې، د فعالیت جواز او د کارکوونکو د روغتیا کارت ولري او همدارنګه د خپل فعالیت په سیمه کې حفظ الصحې ته په جدي توګه پام وکړي. په همدې توګه د خوراکي توکو پلورونکو ته هم سپارښتنه وشوه چې، د کابل ښاروالۍ نرخنامه په پام کې ونیسي اود بې کیفته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي، له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي