د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک په اوږدو کې د زرغونو سیمو د کټارو نصبولو چارې پیل شوې

7 حوت 1402

11371.jpg (1820 × 1024)

د کارته نو له دویم سړک څخه تر څلورم سړک پورې دزرغونو سیمو د کټارو نصبولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د اتمې ناحیې د ملي سوداګرو په مرسته پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په دې اړه وویل: له دې وړاندې یو شمېر ښاریانو په دغو سیمو کې د شخصي ګټو په نیت غیر قانوني تأسیسات جوړ کړي وو چې، تر پاکولو وروسته یې دښکلا او زرغونتیا په اړه اقدام وشو. ښاغلي سجستاني له خصوصي سکټور او هټیوالو څخه چې، د یادې سیمې د کټارو په نصبولو کې یې برخه اخیستې ده مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې، ټول ښاریان به له کابل ښاروالۍ سره د زرغونو سیمو په ساتنه کې مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، د جدولونو او (۶) کیلو مترو په اوږدوالي د کټارو رنګولو سربېره به د یاد سړک دواړو خواته د (۲)کیلو مترو په اوږدوالي د زرغونې سیمې کټارې نصب او رنګ کړای شي او په همدې توګه به په یاده سیمه کې د ښاري ښکلا رامنځته کولو، نیالګیو کېنولو او ښاري نظم په اړه به هم اقدام وشي