الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له شهیدهنګرها څلورلارې څخه تر میرزا عبدالقادر سړک پورې د نوي جوړېدونکي سړک پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي

7 حوت 1402

11373.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند د شهید هنګرها څلورلارې او میرزا عبدالقادر( قصبې سړک) ترمنځ د نوي جوړېدونکي سړک پر وړاندې د شته خنډونو او کورونو د پاکولو، خاورې لیږدولو او کیندنو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په وینا؛ د کابل ښار د ماسټر پلان له مخې د یاد سړک جوړول چې، (۱۸۹۰) اوږدوالی او (۴۵) سور لري، د کابل ښاروالۍ لومړیتوب وو چې، ډېر ژر به یې په اساسي توګه د جوړولو چارې پیل شي. د دې سړک په اوږدو کې (۴۰۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. ددغه سړک  په اوږدو کې له میشتو ښاریانو هیله کیږي چې، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې پر وړاندې خنډ رامنځته نه کړي او له دې ادارې سره مرسته وکړي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د اړوند سیمو اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي