الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې دبندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې پیل شوې

7 حوت 1402

11376.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف رياست د کارکوونکو له خوا، د دیارلسمې ناحيې اړوند د برچي له قلعه نو سيمې څخه د بندو ويالو او کانالونو د پاکولو چارې پيل شوې. د تنظیف ریاست د کانالونو د آمر انجنیر احمد نوید شیرزاد په وینا؛ د دې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې چې، له بده مرغه د یو شمېر ښاریانو له خوا د کثافاتو په اچولو سره بند شوي وو، د موسمي بارانونو پرمهال د سیلابونو د مخنیوي په موخه، ترلاس لاندې ونیول شول. نوموړي له ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې، د کانالونو او لښتیو  پاک ساتلو ته پام وکړي، ځکه د کابل ښاروالۍ ډیری مالي او بشري چینې تل د نښلوونکو کانالونو او لښتیو په پاکولو کې مصرف شوي دي