الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو

9 حوت 1402

11380.jpg (1820 × 1024)

د عامه ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او په جذب وړ سیمو کې د واورې د زېرمه کولو په موخه، د لومړۍ، دويمې، اتمې، نهمې او لسمې ناحیو د مسئولینو او ښاریانو په ګډون د یادو ناحیو په اړوند سیمو کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو. له دې حشر څخه موخه د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې پیاوړي کېدل دي؛ ښاریانو په کار ده چې، د خپلو بامونو واورې په سړکونو او پلو لارو کې ونه غورځوي، ځکه دا کار له یوې خوا د عامه ښاري تاسیساتو د ویجاړېدو لامل ګرځي او له بل لوري د ښاریانو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې  را منځته کوي. د یادونې وړ ده چې، د یاد حشر په پایله کې د یادو ناحیو بېلابېلې برخې له واورې پاکې او واوره بېرته په جذب وړ سیمو کې زیرمه شوه