د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو

9 حوت 1402

11386.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د عامه تاسیساتو له ژر ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د پنځلسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د یادې ناحیې د مسئولینو او د سیمه ییزو شوراګانو د غړو په ګډون د واورې پاکولو حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې له سړکونو او پلو لارو څخه واوره پاکه او په جذب وړ سیمو کې زېرمه کړل شوه. له دې حشر څخه موخه د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې پیاوړي کېدل دي؛ ښاریان باید د خپلو بامونو واوره په سړکونو او پلو لارو کې ونه غورځوي، ځکه د دوی دغه کار له یوې خوا د عامه تاسیساتو د ژر ویجاړېدو او له بلې خوا د سړکونو او پلو لارو د بندېدو لامل کېږي. د یادې ناحیې د سیمه ییزو شوراګانو غړي ژمنتیا لري چې، واوره راتلونکو نسلونو ته د آسانتیاو رامنځته کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه، په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي