د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې د ښاري کلتور دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

9 حوت 1402

11388.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د یوولسمې ناحیې له اوسېدونکو سره د ښاري کلتور د دودولو په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد دخپلو خبرو په ترڅ کې د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ ټول ګډ مسئولیت لرو ترڅو خپل ښار آباد کړو او اوس د دې وخت را رسېدلی ترڅو د ښاري ژوند د هوساینې او سوکالۍ په برخه کې خپل فردي او ټولنیز مسئولیتونه ادا کړو. په دې غونډه کې د یوولسمې ناحیې رئیس حافظ مرجان حیدر هم خبرې وکړې او ویې ویل: د یادې ناحیې اوسېدونکي، د پلانونو او برنامو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره مرستې کولو ته چمتو دي او غوښتنه یې وکړه چې، موږ ټول باید د خپل ښار، خپل چاپېریال او د لښتیو پاک ساتلو په برخه کې هڅه وکړو. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل: د ښاري نظم په راوستلو او د ښاري اصولو او قوانینو په پلي کېدو کې د سیمه ییزو شورا ګانو، اصنافو او ټولو ښاریانو رول مهم دی. د نوموړي په وینا اړتیا ده چې، د هوا له ککړتیا سره د مبارزې، د زرغونو سیمو د پراختیا او دښار پاک ساتلو په برخه کې ټول یو بل ته لاس وکړو. دغه راز د غونډې یو شمېر ګډونوالو په خپل وار خبرې وکړې او له کابل ښاروالۍ سره یې د هر راز مرستو ژمنه وکړه. په دې غونډه کې د ښاري اصولو او مقرراتو په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول