الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې د بېلابېلو سیمو په بازارونو کې ښاري نظم رامنځته شوی دی

10 حوت 1402

11393.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند په کوټه سنګي ( میرویس میدان) او د کارته چهار په بازار کې د پخوا په پرتله لا ښه ښاري نظم رامنځته شوی چې، پر بنسټ یې ښاریانو ګڼ شمېر آسانتیاوو ته لاس رسی موندلی دی. د درېیمې ناحیې د مسئولانو په وینا؛ لاسي توکي پلورنکي او ګرځنده کراچۍ چې، د ګڼه ګوڼې سبب ګرځېدلې وې، بدیلو سیمو ته لېږدول شوې دي. په همدې توګه د قصابیو، نانوایانو او د خوراکي توکو له پلورنځیو د حفظ الصحې د پام کې نیولو له اړخه څارنې شوي دي. فعالیت کوونکو ته سپارښتنه شوې ده چې، خپل توکي د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره برابر وپلوري او د تېر وخته او بې کیفیته توکو له پلورلو ډډه وکړي. ښاري ژوند په یو لړ اصولو او قوانینو پورې تړلی دی چې، د مسئولانو له لوري به په دې برخه ارزښتناکه کړنې ترسره شي