الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه د دیارلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې واوره زیرمه شوه

10 حوت 1402

11395.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې د مسئولینو او اوسېدونکو له لوري په ګډه د یادې ناحیې له پلو لارو او سړکونو څخه واوره راټوله او په ګلدانونو، زرغونو سیمو او نورو جذب وړ سیمو کې زیرمه کړل شوه. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد په دې اړه وویل: دا کار د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه ترسره شو. نوموړي زیاته کړه چې، وړاندې ښاریانو ته ویل شوي وو چې، واوره او د باران اوبه په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي. په همدې موخه له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کیږي ترڅو د خپلو بامونو واوره په سړکونو او پلو لارو کې ونه غورځوي، بلکې له وچکالۍ او د اوبو له کمښت څخه د راتلونکي نسل د ژغورلو په موخه، هغه په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي