الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې اړوند بازارونو کې ښاري نظم رامنځته شوی دی

12 حوت 1402

11397.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند د کوټه سنګي (میرویس میدان) او کارته چهار بازارونو کې ښاري نظم  رامنځته شوی او د ښاریانو د تګ راتګ لپاره تر پخوا زیاتې آسانتیاوې برابرې شوې دي. د درېيمې ناحيې د مسئولينو په وینا، هغه ګرځنده کراچۍ او پلورونکي چې، په يادو سيمو کې یې ګڼه ګوڼه رامنځته کړې وه اوس په بدیلو سيمو کې تنظیم شوي دي. دغه راز د نانوایانو، قصابانو او خوراکي توکو پلورنځیو فعالیتونه هم د روغتیا ساتنې او ښاري مقرراتو له اړخه په دوامداره توګه څارل کیږي.  همدا شان دقصابیو فعالیت کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې، د فعالیت جواز او خپلو کارکوونکو  ته روغتیایی کارت تر لاسه کړي، د خپل فعالیت په سیمه کې روغتیایي اصول په پام کې ونیسي او په سړکونو او پلو لارو کې د خنډونو له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي.  د خوراکي توکو پلورونکو ته هم لارښوونه شوې چې، خپل توکي باید د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري او د بې کیفیته توکو له پلورولو څخه دې ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي