له بده مرغه د ښار په بېلابېلو برخو کې یو شمېر لښتي او کانالونه د ښاریانو له لوري د کثافاتو اچولو له امله بند شوي دي چې، له امله یې د اورښتونو پر مهال لښتي بند او اوبه سړکونو ته را پورته شي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست زیارکښه کارکوونکي زیار باسي ترڅو د ټانکرونو په وسیله د ښار په ځینو برخو کې سړکونو ته راپورته شوې اوبه ولیږدوي. هیله کیږي چې ښاریان کثافات او خاورې په لښتیو او کانالونو کې ونه غورځوي، ځکه دا ناوړه کار د دې لامل ګرځي ترڅو د اورښتونو پر مهال اوبه سړکونو ته را پورته، لارې بندې او عامه تاسیسات ژر ویجاړ شي
د ښار په ځینو برخو کې سړکونو ته د راختلو اوبو د لیږدولو چارې روانې دي
12 حوت 1402