الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رمضاني جام تر نامه لاندې د غیږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

12 حوت 1402

11401.jpg (1820 × 1024)

د ورزشي کلتور د ودې او دودولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له خوا د رمضاني جام تر نامه لاندې د غیږ نیونې سیالۍ ترسره شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وویل: په دې لوبو کې د قلعه زمان خان ځوانانو، امید افغان او د کابل ښاروالۍ د غیږ نیونې لوبډلو سیالۍ ترسره کړې. ښاغلي جواد د لوبغاړو د هڅونې سربېره وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه له لوبغاړو ملاتړ کوي ترڅو د سالمې ټولنې درلودلو په موخه، د لوبو کلتور پیاوړی شي. په دغو سیالیو کې د غیږ نیونې برخې (۱۰۰) تنو لوبغاړو برخه اخیستې وه چې په پایله کې یې امید افغان د ۴ مډالونو په ترلاسه کولو لومړۍ، د قلعه زمان خان د ځوانانو کلپ دویم او د کابل ښاورالۍ لوبډلې درېیم مقام خپل کړ