الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو

12 حوت 1402

11403.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحیې د مسئولینو او اوسېدونکو له لوري په ګډه د یادې ناحیې له پلو لارو او سړکونو څخه واوره راټوله او په ګلدانونو، زرغونو سیمو او نورو جذب وړ سیمو کې زیرمه کړل شوه. د څلورمې ناحیې مرستیال سید احمدشاه افضلي د حشر له ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د یادې ناحیې له یو شمېر سړکونو او پلو لارو واوره راټوله او جذب وړ سیمو ته ولیږدول شوه. ورته مهال د څلورمې د ځوانانو شورا رئیس امید وزیري وویل چې، واوره یې د راتلونکې نسل د بقا په موخه په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي مدیر محمود واحدي وویل: ښاریان باید د خپلو بامونو واوره په سړکونو او پلو لارو کې ونه غورځوي، بلکې له وچکالۍ او د اوبو له کمښت څخه د راتلونکي نسل د ژغورلو په موخه، هغه په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي