د پنځمې ناحیې مسئولینو د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بازارونو نظم وڅاره او سرغړونکو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې. دغه راز د څارنو په لړ کې دقصابیو او نانوایانو فعالیت کوونکو ته خبرداری ورکړل شو چې، د فعالیت جواز او خپلو کارکوونکو ته روغتیایی کارت تر لاسه کړي او د خپل فعالیت په سیمه کې روغتیایي اصول په پام کې ونیسي او په سړکونو او پلو لارو کې د خنډونو له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي. همدا شان د خوراکي توکو پلورونکو ته هم لارښوونه وشوه چې، خپل توکي باید د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق وپلوري او د بې کیفیته توکو له پلورولو څخه دې ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي
د پنځمې ناحیې د بازارونو نظم وڅارل شو
13 حوت 1402