الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اورښتونو له امله سړکونو ته راپورته شوې اوبه په سمه توګه مدیریت شوې

13 حوت 1402

11407.jpg (1820 × 1024)

د عامه تأسیساتو له ژر ویجاړېدو او د لارو بندېدو څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ اړوند د تنظیف ریاست کارکوونکو د وروستیو اورښتونو له امله له لښتیو څخه سړکونو ته را پورته شوې اوبه راټولې او د ټانکرونو په وسیله یې ولیږدولې، ترڅو د ښاریانو تګ راتګ په عادي توګه ترسره شي. په همدې توګه کابل ښاروالۍ هڅه کړې ده ترڅو له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو، رامنځته شوې ستونزې حل کړي، د ښار له عمومي سړکونو څخه یې واوره راټوله او بېرته یې په جذب وړ سیمو کې زېرمه کړه او په ځینو سیمو کې یې د سړکونو له کنګل کېدو څخه د مخنیوي په موخه، په سړکونو شګه هم وشېندل شوه