الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په بازارونو کې ښاري نظم وڅارل شو

13 حوت 1402

11409.jpg (1820 × 1024)

د بشپړ ښاري نظم او د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اتمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې په بازارونو کې ښاري نظم وڅارل شو او سرغړونکو ته ځانګړې سپارښتنې وشوې. د اتمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر سردار محمد فیضي په دې اړه وویل: د رسټورانتونو، قصابیو او نانوایانو فعالیت کوونکو ته خبر داری ورکړ شو چې، د فعالیت جواز او د کارکوونکو لپاره د روغتیا کارت ترلاسه او د خپل فعالیت په سیمه کې حفظ الصحې ته په جدي توګه پام وکړي او له دوی څخه وغوښتل شول چې، په پلو لارو کې خنډونه رامنځته نه کړي،  خیاطان باید د ښاریانو جامې په لوړ قیمت جوړې نکړي، د خوراکي توکو پلورونکي د توکو د پلورلو پرمهال د کابل ښاروالۍ نرخنامه په پام کې نیسي او د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي. د ښاري ژوند د قانوني کېدو په موخه، د ښار په کچه د اړوندو مسئولینو له خوا په دوامداره توګه  څارنې تر سره کیږي