د اورښتونو پرمهال سړکونو ته له راختلو څخه د مخنیوي په موخه د تنظیف ریاست د کارکوونکو له لوري د اتمې ناحیې په کچه د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي. د تنظیف ریاست د مسئولانو په وینا؛ مخکې د رحمن مېنې کانال له کثافاتو پاک شوی دی او اوس مهال د کارته نو سړک د لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي چې، له بده مرغه د یو شمېر ښاریانو له لوري پکې د کثافاتو اچولو له امله بند شوي دي. غوښتنه کیږي ترڅو، ښاریان د کانالونو او لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړي، ځکه د بېرته پاکولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ ګڼ شمېر مالي او انساني سرچینې مصرف کیږي
د اتمې ناحیې په کچه د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي
13 حوت 1402