د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي

14 حوت 1402

11416.jpg (1820 × 1024)

 د سړکونو له کنګل کېدو څخه د مخنیوي په موخه، د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي. د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي غلام محبوب عرفاني په دې اړه وویل: د وروستۍ واورې ورېدنې له امله له چندل بایي څخه د پغمان تر باغ عمومي پورې سړک او نورو سیمو څخه واوره له دریو ورځو او شپو را پدېخوا د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو له لوري پاکه شوه، ترڅو د ترافیکي بهیر له بندېدو څخه مخنیوی وشي. په همدې توګه په یادو سیمو کې په سړکونو شګه هم وشیندل شوه. ښاغلي عرفاني زیاته کړه: د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د کارکوونکو له لوري د پغمان سیمې له ونو څخه واوره هم پاکه شوه. د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي، ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، له خپلو شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو له هېڅ رازهلو ځلو ډډه نکوي