الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اجمیر کانال د پاکولو چارې روانې د

14 حوت 1402

11418.jpg (1820 × 1024)

د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوری د نهمې ناحیې اړوند د اجمیر کانال د پاکولو چارې جریان لري. د نهمې ناحیې رئیس حافظ حیات الله حیات په دې اړه وویل: د یاد کانال د بندېدو اصلي لامل د یو شمېر ښاریانو له لوري د کثافاتو اچول او د فاضلاب لارو راګرځول دي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وایي: اجمیر کانال د سطحي اوبو د مدیریت په برخه کې د خورا اهمیت وړ دی چې، له محمودخان پله څخه تر هوايي ډګر سیمې پورې یې د پاکولو چارې ترلاس لاندې دي. نوموړي زیاته کړه، ښاریان باید د دې کانال پاک ساتلو ته پام وکړي، ځکه د بیاځلي پاکولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ ډیرې مالي او بشري سرچینې مصرفیږي