د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ اړوند د اتلسمې ناحیې نوی رئیس و ټاکل شو

15 حوت 1402

11420.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ، محترم مولوي محمود محمدزاده د کابل ښاروالۍ د اتلسمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او د کابل ښاروالۍ د مقام دفتر د رئیس حافظ عبدالقدير حقاني له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو. په هغه پېژند غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د مقام د دفتر رئیس د چارو د چټکتیا او همغږۍ په اړه دکابل ښاروالۍ د مشرتابه سپارښتنې څرګندې کړې او ویې ویل: په اداره کې د چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه، د مسئولینو ګمارل او بدلون یو اصل دی،ښاغلی محمد زاده یو ژمن، صادق او د ښې کاري تجربې لرونکی شخص دی.  نوموړی تر دې وړاندې د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې ناحیې د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله او د کاري اجرااتو د ارزونې پر بنسټ، د اتلسمې ناحیې د نوي رئیس په توګه په دنده وګمارل شو. د مقام د دفتر رئیس هیله څرګنده کړه چې، د اتلسمې ناحيې نوي  رئیس به خپلې چارې په پوره ايماندارۍ او ريښتینولۍ سره پرمخ بوځي، تر څو د چارو په ترسره کولو کې  ښه والی رامنځته او د ښاريانو رضايت ترلاسه شي